د ګمرکونو رتبې د تشو بستونو د ازموینو لپاره په شرایطو د برابرو نوماندانو نوملړ (شارټ لسټ) پروسه بشپړه شوه

admin_mof
Wed, Oct 28 2020 12:33 PM
خبر

د ګمرکونو رتبې د تشو بستونو د ازموینو لپاره په شرایطو د برابرو نوماندانو نوملړ مختصره پروسه (شارټ لسټ) د لړم میاشتې په ۶ مه نېټه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ بشپړه شوه.

دې بستونو ته ۱۸۴۱ تنو غوښتنه وړاندې کړي وه، چې د مالیې وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ګډې کمېټې له خوا یې د سندونو له ارزولو وروسته ۴۲۱ تنه په شرایطو برابر وپېژندل شول.

د ګمرکونو د دویمو بستونو لپاره په شرایطو د برابرو کسانو نوملړ لنډیز په لاندې ډول دی.

1. د نیمروز ولایت ګمرک ریاست، د ۲۷۳ کسانو له ډلې ۵۹ تنه یې په شرایطو برابر پېژندل شوي او د سند وړاندې کولو په شرط شارټ لسټ شوي.

2. د کابل ولایت ګمرک ریاست، د ۲۵۸ کسانو له ډلې ۵۷ تنه یې په شرایطو برابر پېژندل شوي او د سند وړاندي کولو په شرط شارټ لسټ شوي.

3. د خوست ولایت ګمرک ریاست، د ۱۴۲ کسانو له ډلې ۳۰ تنه یې په شرایطو برابر پېژندل شوي او د سند وړاندي کولو په شرط شارټ لسټ شوي.

4. د کندهار ولایت ګمرک ریاست، د ۱۵۹ کسانو له ډلې ۳۶ تنه یې په شرایطو برابر پېژندل شوي او د سند وړاندي کولو په شرط شارټ لسټ شوي.

5. د فراه ولایت ګمرک ریاست، د ۱۸۰ کسانو له ډلې ۳۸ تنه یې په شرایطو برابر پېژندل شوي او د سند وړاندي کولو په شرط شارټ لسټ شوي.

6. د ننګرهار ولایت ګمرک ریاست، د ۱۹۶ کسانو له ډلې ۵۵ تنه یې په شرایطو برابر پېژندل شوي او د سند وړاندي کولو په شرط شارټ لسټ شوي.

7. د هرات ولایت ګمرک ریاست، د ۲۴۰ کسانو له ډلې ۵۲ تنه یې په شرایطو برابر پېژندل شوي او د سند وړاندي کولو په شرط شارټ لسټ شوي.

8. د اقینې محصولي ګمرک ریاست، د ۲۰۵ کسانو له ډلې ۵۱ تنه یې په شرایطو برابر پېژندل شوي او د سند وړاندي کولو په شرط شارټ لسټ شوي.

9. د کندوز ولایت ګمرک ریاست، د ۱۸۸ کسانو له ډلې ۴۳ تنه یې په شرایطو برابر پېژندل شوي او د سند وړاندي کولو په شرط شارټ لسټ شوي.

په یاده پروسه کې د روڼتیا تامینولو په موخه هغه نوماندان چې شارټ لسټ شوي نه دي، د پایلې له اعلان وروسته دي د دریو ورځو په موده کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د شکایتونو اورېدو بورډ ته خپل شکایت پانه وړاندي کړي، څو یې سندونه په دقیقه توګه بیا وکتل شي او د حقونو د ضایع کېدومخه یې ونیول شي.

خبر

هېره دي نه وي، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون څخه چې په دې برخه کې یې خپله همکاري نه ده سپمولي، مننه او کور ودانی ووایو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS