د مالیې وزارت سرپرست د مرکزي اسیا او ختیځې اسیا په چارو کې د اروپایي ټولنې د پراختیایي همکاریو ادارې له لوی رئیس سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق مدیره پلاوي کلنۍ ناستې په څنډو کې د مرکزي اسیا او ختیځې اسیا په چارو کې د اروپایي ټولنې د پراختیایي همکاریو ادارې له لوی رئیس ښاغلي پیر امیلهاټ، سره د افغانستان وروستیو مالي او اقتصادي اصلاحاتو پرمختګ، د کډوالو، بېرته راستنېدونکو او بېځایه شویو لپاره د اروپایي ټولنې د مرستو په تړاو خبرې و بحث وکړ.
په پای کې د مرکزي اسیا او ختیځې اسیا په چارو کې د اروپایي ټولنې د پراختیایي همکاریو ادارې لوی رئیس ، له افغانستان سره د دې ادارې د مرستو ډاډ ورکړ.
