د مالیې وزارت سرپرست: حکومت په هیواد او بهر کې ښځینو ته د لوړو زده کړو لا زیاتې زمینې برابروي

Anonymous (not verified)
Tue, Mar 12 2019 5:36 PM
کنفرانس مطبوعاتی

په نړویوالو معتبرو پوهنتونونو کې ښځینو زده کړیالانو ته د بورسیو د جلبولو په موخه خبري کنفرانس نن د کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي عبدالتواب بالا کرزي، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو خپلواکې ادارې رئیسه اغلی ندیمه سحر او د ښځینو لپاره د اسیایې پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکټر کمال احمد ګډون کړې وو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د اسیایې پوهتنون څخه د افغان زده کړیالانو د فراغت د یادونې تر څنګ وویل: افغان حکومت د خپلې ملاتړ کوونکی پالیسۍ له مخې د ښځینو لوړتیا لوړولو او په ټولو ساحو کې د دوی د شتون په زیاتوالي په برخه کې اړین اقدامات در سره کړي دي. نوموړي زیاته کړه: په اسیایي پوهتنون کې چې د ۱۷ اسلامي هیوادونو زده کړیالان په کې لوړې زده کړې تر سره کوي، په تېرو څو کلونو کې په مجموعي ډول ۱۶۰ تنه افغان ښځینه زده کړیالانې جذب کړي دي، ولې له افغان حکومت سره د رسمي هوکړې له مخې یاد پوهتنون به هر کال د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه له ښوونځیو څخه د فارغ شویو ښځینو لپاره د طب، سیاسي علومو، اقتصاد او چاپیریال ساتنې په برخو کې له ۵۰ څخه زیات سکالرشیپونو د ورکړې له لارې د لوړو زده کړو زمینه برابروي.

د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه که څه هم د سکالرشیپونو تعداد زموږ شته اړتیاوو ته په کتو سره بسنه نه کوي، د حکومت هڅه داده چې ښځینو ته په هیواد او بهر کې د لوړو زده کړو او همداشان عملي او مسلکي پیاوړتیا په موخه لا زیات فرصتونه را منځته کړي.

د اسیایې پوهتنون رئیس ښاغلي ډاکټر کمال احمد وویل: هیڅ هیواد نه شي کولی د ښځینو له شتون پرته سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه ولري. نوموړي وویل موږ په اسیایي پوهتنون کې د ۱۷ هیوادونو د زده کړلایانو تر څنګ افغان ښځینه زده کړیالانې هم لرو او دا د افغان ښځینو لپاره یو ښه فرصت دی تر څو له نړیوالو معیارونو سره سم په دې پوهتنون کې لوړې زده کړې وکړي او د خپل هیواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي.

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو خپلواکې ادارې رئیسه اغلی ندیمه سحر وویل چې اسیایي پوهتنون د ښځینو لپاه په ۲۰۰۹ کال کې په فعالیت پیل کړې چې تر اوسه ۸۰۰ زده کړیالانې لري چې له نیکه مرغه ۱۰۹ افغان ښځینه د بورسیو له لارې له نړیوالو معیارونو سره سم په یاد پوهنتون کې زده کړې کوي. ټاکل شوې ده په راتلوونکی کال کې ۵۰ تنه نورې هم د هیواد له ټولو ولایتونو څخه د ازاد رقابت له لارې په دې پوهتنون کې شاملې شي. نوموړې زیاته کړه چې موږ په پام کې لرو زیات امتیاز هغو ولایتونو ته ورکړو چې کمه وده یې کړې ده.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي عبدالتواب بالا کرزي د بنګلدیش هیواد او د اسیایې پوهتنون څخه د مننې تر څنګ وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د ښځینو د وړتیا لوړولو او د تحصیلي بورسیو د زمینې جوړونې لپاره دوی ته ۳۰ سلنه ونډه په نظر کې نیولې ده دا چې یادې بورسیې ۱۰۰ فیصده د ښځینو لپاره دي زه یې د دوی د وړتیا لوړولو لپاره نیک ګام بولم. نوموړي په ورته بورسیو کې د لوړو زده کړو وزارت له هر اړخیزې همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.

کنفرانس مطبوعاتی

د خبري کنفرانس پای کې ګډونوالو د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS