د شکایتونو اورېدو آمریت په تېره میاشت کې (۳۲) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده
د تلې۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدنې مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه شويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۵) کال سنبلې (وږې) میاشتې له پیله تر پایه پورې په ټوله کې (۳۵) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلې دي.
له دې جملې (۲۸) شکایتونه د وټس اپ له لارې او (۷) شکایتونه په حضوري بڼه له دغه آمریت سره شریک شوي دي، چې یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي، منفکۍ او د وزارت اړوند ځینو نورو برخو کې ول، چي د دغه آمریت له لوري یې (۳۲) شکایتونو ته رسېدنه شوې او (۳) شکایتونه تر کار لاندې دي.
د یادونې وړ ده، چې ټول هېوادوال کولای شي، چې د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړي توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارنې په برخه کې د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لارې له دغه آمریت سره شریک کړي، چې د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک: Officialcomplaints@mof.gov.af
