د مالیې وزارت د تفتیش بهیر څومره معیاري دئ؟
تفتیش یا پلټنه د مالیې په وزارت کي هغه معیار دئ، چي د نړیوال سټنډرډ له زاویې فعالیت کوي او ټول هغه قوانین او معیارونه، چي باید پر نړیوالو اصولو برابر وي، ترسره کېږي، خو د پلټني معیار او ارزښت هلته روښانه کېږي، چي اغېز ولري او لاسته راوړنه ئې د منلو وړ وي. د مالیې وزارت د پلټني لوی ریاست د پلټني پرمهال اغېزمنتوب، د کار اهمیت، د مسلکي کسانو استخدام، لومړیتوب لرونکي پلټونکي موارد او د پلټني ډول او زماني مهالوېش په پام کي نیسي. د پلټني لوی ریاست د مالیې وزارت د رهبرۍ په چوکاټ او لارښوونو کي په خپلواکه توګه خپل فعالیتونه طرحه او پلي کوي او هیڅ ډول خپلوي، روابط او نا معیاري مسایل په پام کي نه نیسي. دغه ریاست هغه مهال خپل فعالیتونه او لاسته راوړني معیاري بولي، چي هدف ئې ترلاسه کړی وي او پایله ئې د مقاماتو او لوړ پوړو مسئولینو لپاره د منلو وړ وي، مغرضانه تحرک پکښې نه وي او یوازي د مالیې وزارت ټاکل سوي اصول او مقررات پکښې رانغښتل سوي وي.
د پلټني لوی ریاست ټیم د خپلو پلټنو د پیل ترمخه په لومړي سر کي ټول خنډونه او ګواښونه، چي د پلټني د مخینوي او ټکني کېدو سبب ګرځي له منځه وړي، پلټونکي بنسټونه مخکي له مخکي خبروي، د دغو بنسټونو د پلټلو حجم په پام کي نه نیسي؛ بلکي یوازي د خپلي اصلي موخي د ترلاسه کولو لپاره، چي اصلاحي تطبیقات رامنځته سي، اداره پر معیارونو برابره سي، د فساد مخه ونیول سي، کاري نیمګړتیاوي په نښه سي او یوه معیاري اداره رامنځته سي. د مالیې وزارت د پلټني لوی ریاست پلټونکې کره او ناپېیلې پلټنه کوي، کره معلومات او شواهد راټولوي، هر هغه څوک، چي د دوی موخي په ښه توګه ژر ور ترلاسه کړي، مرکې ورسره کوي، پلټونکو ادارو او بنسټونو ته په بشپړ درناوي خپله پلټنه ترسره کوي او بالاخره په هنرمندانه توګه پلټنه ترسره کېږي، چي دغه کار د مالیې وزارت د مشرتابه له غوښتنو او د درناوي د اصولو ساتل ورته لومړیتوب لري. چي د مالیې وزارت د پلټني لوی ریاست د پلټني مشري په غاړه لري، د کاغذ پرانۍ یا بیوروکراسۍ په چوکاټ کي له کار کولو ډډه کوي، د پلټونکي ادارې یا بنسټ کارونه اسانه کوي او له دغي ادارې سره د خپل توان تر حده همکاري کوي. د مالیې وزارت پلټونکي هیڅکله په منفي اړخونو پسې نه ګرځي، هغه که راپورونه ئې شفاهي او یا لیکنيز وي.
په ټوله کي د مالیې وزارت موخه د ادارو یا پلټونکو بنسټونو له پلټني څخه دا ده، چي دوی قانوني الزامات په پام کي ونیسي، د دغو ادارو پلټنه له دوی سره مرسته کوي، چي د ریسک په مدیریت کي بریالي سي، مالي چاپېریال ئې پیاوړتیا پیدا کړي او اداره وکولای سي، چي د تقلب او تېروتنو مخه ونیسي. د مالیې وزارت رهبري د ټولو اړوندو ادارو معیاري کولو او کاري کولو ته ژمنه ده او په ظرفیت لوړولو کي ئې مناسب امکانات کاروي.
اعلامیه هاهمه اعلامیه ها
اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی
بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .
اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست
شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق
