د خصوصي سکټور څخه ملاتړ د اسلامي امارت لومړیتوب دئ
په یوه هيواد کي له کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستنه او کارول ئې پر خصوصي سکټور باندي مهمي اغېزې لرلای سي. د کورنیو تولیداتو څخه د ښې استفادې لپاره اړتیا ده، چي نظام باید د خصوصي سکټور سره په همغږۍ په بهرنیو تولیداتو باندي ځیني محدودیتونه وضع کړي او داسي مناسبي ستراتېژۍ ترتیب کړي، چي خصوصي سکټور وکولای سي د بهرنیو تولیداتو په مقابل کي سالم رقابت وکړي او خلک دې ته وهڅوي، چي له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.
له کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستنه لاندي ګټي لري:
د کورنیو تولیداتو کارول د خصوصي سکټور په وده او پیاوړتیا کي د پام وړ مرسته کولای سي. په هیواد کي دننه د تولیدي اسانتیاوو په رامنځته کولو سره کورني شرکتونه او فابریکې کولای سي له بهرنیو شرکتونو سره د سوداګریزو قوانینو په رڼا کي سالم رقابت وکړي، چي په پایله کي د تولیداتو پر کیفیت، کمیت او په بازارونو کي د بیي په کنټرول کي مهم رول لوبولای سي او همدارنګه ویلای سو، کله چي نظام او خلک د خصوصي سکټور له تولیداتو څخه ګټه واخلي؛ نو له دې سره په خصوصي سکټور کي د کار زمینه زیاتېږي.
پر بهرنیو تولیداتو باندي د انحصار را کمول:
د کورنیو تولیداتو څخه په استفادې کولای سو، چي په بهرنیو تولیداتو باندي د هیواد اتکا را کمه کړو، چي په دې سره هیواد د نړیوالو بازارونو د اقتصادي بدلونونو په وړاندي هم پیاوړی کېږي او په بازارونو کي د توکو د انفلاسیون او قیمتونو د پورته کېدو خطرونه له منځه وړي.
عصري ټکنالوژۍ ته پراختیا ورکول: کله چي خلک د کورنیو تولیداتو څخه استفاده او ملاتړ زیات کړي؛ نو خصوصي سکټور پیاوړی کېږي. په دغه وخت کي تولیدي شرکتونه او فابریکې کوښښ کوي، چي په هیواد کي عصري ټکنالوژي او نوښتونه رامنځته کړي، چي په بازارونو کي د عصري ټکنالوژۍ په مرسته په کم لګښت او لوړ کیفیت سره د بهرنیو تولیداتو سره رقابت وکړي او خپل تولیدات په نړیوال معیار هيواد والو ته وړاندي کړي او همدارنګه کولای سي، چي خپل تولیدات نړیوالو مارکېټونو ته ورسوي.
د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کي د پام وړ کار سوی دئ، د بېلګي په توګه مالیاتي جریمې معاف سوې؛ د هيواد په ګمرکونو کي پر هغو توکو ګمرکي تعرفه لوړه سوې، چي په هيواد کي دننه تولیدېږي او صنعتي فابریکو ته هم د برېښنا رسولو ستونزه حل سوې ده.
در نښت
اداره
اعلامیه هاهمه اعلامیه ها
اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی
بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .
اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست
شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق
