تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي شاوخوا (۵۱) زره کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیول سوي دي!
۲۱ دلو ١٤٠٣هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي (۵۰) زره او (۹۴۸) کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۶۶۹۰) کیلو ګرامه رُب، (۸۸۸۷) کیلو ګرامه ګوړه، (۳۲۹۴) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۱۲۱۰) کیلو ګرامه خام نخود، (۹۰۰) کیلو ګرامه د پیازو تخم، (۱۰۲۶) لېټره غوړي، (۶۲۰۰) کیلو ګرامه کینو، (۴۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۳۹۲) کیلو ګرامه مکروني، (۲۳۷) کیلو ګرامه ملایي، (۲۶۴) کیلو ګرامه لوبیا، (۲۳۶) کیلو ګرامه درمل، (۲۴۰) کیلو ګرامه مربا، (۲۱۰) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۲۷۷) کیلو ګرامه البسه، (۱۶۰) کیلو ګرامه د زنګ ضد، (۲۵۵) کیلو ګرامه پلاسټیکي پایپونه او (۷۰) کیلو ګرامه لواشک شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.
