عوایدو او ګمرکونو معین د بلخ ولایت د مستوفیت څخه لیدنه وکړه
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ملا عبدالقاهر "ادریس" د بلخ ولایت مستوفیت څخه لیدنه وکړه او د دغه مستوفیت چاري ئې له نږدې و ارزولې.
په دې لیدنه کي ئې د دغه مستوفیت کارکوونکو ته وویل، چي کوم مسئولیتونه چي زموږ پر اوږو دي هغه باید په بشپړه ایماندارۍ ترسره کړو، تر څو په دنیا او آخرت کي د "الله جل جلاله" په وړاندي مسئول نه اوسو، اسلامي نظام ته د زړه له اخلاصه کار وکړو او د فساد مخه ونیسو.
