د ګمرکونو لوی رئیس کندهار ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی مفتي عبدالمتین سعید چي په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، تېره ورځ ئې د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره د لیدني تر څنګ د کندهار محصولي ګمرک او سپین بولدک سرحدي ګمرک له چارو څخه هم لیدنه وکړه.
نوموړي د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګوني په خونه کي له یو شمېر سوداګرو سره د لیدني پر مهال د دوی ستونزې واوریدلې، چي د ژر حل لپاره ئې ډاډ ورکړل سو.

همدارنګه ښاغلي سعید د کندهار محصولي ګمرک او سپین بولدک سرحدي ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه والي، سوداګرو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو او د دوی ستونزو ته د رسېدني، ولس سره د ښه چلند، له ټاکل سوي وخت څخه د زیات خدمت کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د یادو ګمرکونو مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمي سپارښتني ورکړې.