د مالیې وزارت له لوري تېر کال بهرنیو بشرپالو بنسټونو ته مالیاتي معافیتونه ورکړل سوي دي

د مالیې وزارت له لوري په هیواد کي ټولو بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته، چي د بشر پالو مرستو په برخه کي فعاليت کوي تېر کال کي مالیاتي معافیتونه ورکړل سوی.
په ۱۴۰۱ مالي کال کي په افغانستان کي میشت (۵۲۰) بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته، چي د بشري مرستو په برخو کي فعالیت کوي؛ مالیاتي معافيت ورکول سوی دئ، چي د ورکړل سوي مالیاتي معافیت له امله مالیې وزارت شاوخوا (۳) میلیارډه افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي.
مالیې وزارت په افغانستان کي مېشتو بهرنیو بنسټونو ته د دوی د بشري فعالیتونو د ترسره کولو په برخو کي د پام وړ مالیاتي اسانتیاوي رامنځته کړي او د بشري مرستو د لېږد او عادلانه وېش په برخو کي له یادو بنسټونو سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ دئ.