د بلخ، اقینې او کندز ګمرکونو کي د سوداګریزو مالونو لپاره د لیږد فورم لغو سو
د هیواد د سوداګرو په غوښتنه، د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د بلخ، اقینې او کندز ګمرکونو کي د تیلو او ګازو پرته د نورو سوداګریزو مالونو د لیږد لپاره د لیږد فورم اخیستل لغو سو.
د محصول سوو توکو د لیږد کړنلاري له مخي د ټولو سوداګریزو توکو د لیږد لپاره د لیږد فورم اخیستل الزامي دئ، خو دا چي د بلخ او حیرتان ګمرک، د کندز او شیرخان بندر ګمرک، د اقینې او اندخوی ګمرک تر منځ فاصله زیاته ده او د لیږد فورم ترلاسه کول د سوداګرو د سرګرداني سبب کېدی، په همدې موخه د ګمرکونو لوی ریاست پرېکړه وکړه چي په یادو ګمرکونو کي د نفتي موادو پرته پر نورو سوداګریزو توکو د لیږد فورم لغو کړي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دئ، چي د سوداګرو ټولو ستونزو ته د نافذه قوانینو په رڼا کي رسېدنه وکړي او په ګمرکونو کي د دوی لپاره لا اسانتیاوې برابري کړي
