د تورخم ګمرک امنيتي منسوبینو د ویښتانو له قاچاقه مخنیوی وکړ

د ترلاسه سوو معلوماتو له مخي د تورخم ګمرک امنیتي مفرزې منسوبینو تېره ورځ د ښځینه وو د سر وېښتان په داسي حال کي نیولي دي، چي د ۱۴ کارټنه انارو په لاندينیو برخو کي په ماهرانه ډول ځای پر ځای سوي وو او په یوه لارۍ ډوله موټر کي ګاونډي هيواد (پاکستان) ته انتقالېدل.
د يادوني وړ ده، چي په دې وروستيو کي ګاونډيو هيوادونو ته د وېښتانو قاچاق ډېر سوى، خو له نېکه مرغه د ماليې وزارت د ګمرکونو د ساتني ځواکونو له خوا یې پر ټاکلي وخت مخنیوی کېږي.