اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي ډیجیټلي او انالوګ تلي نصب او فعاله دي

د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کي د وارداتي او صادراتي توکو د دقیق وزن معلومولو او د ملي عوایدو له تېښتي څخه د مخنیوي په موخه د اسلامي امارت له فتحي وروسته د هیواد په ۱۳ محصولي او سرحدي ګمرکونو کي ۱۵ انالوګ او ۸ ډیجیټلي تلي ترمیم او فعاله کړي دي.
همداشان په څلورو ګمرکونو کي يي د وارداتي او صادراتي توکو لپاره ۴ نوي انالوګ تلي نصب کړي دي، چي له دې سره اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي تلي فعاله او ګټه ترې اخیستل کیږي.
یادي انالوګ تلي اړتیا ته په کتو د ۲۲ او ۱۸ متره په اوږوالي سره نصب سوي دي، چۍ ډیر ژر به د لا روڼتیا په موخه د سیستم له لاري له مرکز سره هم وصل سي.
د دې تر څنګ د سپین بولدک او اندخوی په ګمرکونو کي د وارداتي توکو د چټک طی مراحلو په موخه د ۲ انالوګ تلو د نصبولو چاري هم رواني دي.
د یادوني وړ ده چي د یادو ټولو تلو د ترمیم او نصب بودجه د مالیې وزارت له بودجې تمویل سوې او د افغاني شرکتونو له لوري ئې کارونه سر ته رسېدلي دي.