تورخم ګمرک کي یو ځل بیا د ښځینه وو د سر وېښتان نیول سوي

د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې اړوند د تورخم ګمرک امنیتي منسوبینو یو ځل بیا په یو بار وړونکي لارۍ موټر کي د ښځینه وو د سر وېښتان، چي د انارو کارتنو په مینځ کي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي ول؛ کشف او ونیول.
دغه وېښتان په قاچاقي ډول ګاونډي هيواد ته لېږدول کېدل چي ګمرکي پولیسو یې مخه نیولي او په پېښه تورن کسان یې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.
د ښځینه وو، د سر وېښتانو پېر او پلور انساني کرامت او افغاني دود او دستور ته په کتو په کلکه ممنوع دئ او اسلامي امارت د دغه ډول چارو مخه په کلکه نیسي.
