شارت لیست
ښاغلیه! سلامونه او نېکي هیلې مو ومنئ!
د مالیې وزارت د را رسېدلي شارټ لېسټ پر اساس؛ تاسو د یاد وزارت بستونو ته شارټ لېسټ سوي یاست، چي ازموینه به ئې د ازموینو ملي ادارې له لوري واخستل سي.
په یاده ازموینه کي د گډون له پاره، ځیني معلومات د دې ادارې په کار دي، چي له همدې ایمېل سره مل فورم کي به له تاسو څخه وغوښتل سي.
نو مهرباني وکړئ؛ لاندي مل فورم د ۱۴۰۴ کال د دلوي/سلواغې میاشتي تر ۳ مې نېټې پوري، چې د جمعې ورځ کېږي ډک کړئ.
یادونه:
ښاغلیه! مهرباني وکړئ؛ د نوم لیکني پر مهال هغه ایمېل وکاروئ، چي له مخي ئې تاسو شارټلیسټ سوي یاست.
نوټ: مخکي له نوم لیکني څخه خپل شهرت د انګلیسي نوم یا ایمېل په واسطه وپلټئ او هغه بست ته مو نوم لیکنه وکړئ؛ کوم ته چي شارټ لېسټ سوي یاست. په غلطه نوم لیکنه به تاسو ته په ازموینه کي د گډون حق در نه کړل سي.
د ازمویني حق الشمول (۵۰۰) افغانۍ به د بایومټریک معلوماتو د ثبت په ورځ اخیستل کېږي.
د نوم لیکني فورم او شهرت له پاره دلته کلیک وکړئ!
