د ترانسپورټ سکټور په برخه کې د اسیا پراختیایې بانک له لوري د تمویلوونکو پروژو ارزونه پای ته ورسیده
د مالیې وزارت مالي معین ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ په مشرۍ د سلواغې میاشتې په ۱۹ مه نېټه د اسیایې پراختیا بانک له لوري د ترانسپورټ سکټور په برخه کې د تمویلوونکو پروژو د ارزونې ټیم سره غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د ترانسپورټ وزارت اداري او مالي معین هم شتون درلود، د پروژو د ارزونې ټیم خپل راپور وړاندې کړ او په یې د مالیې وزارت د نظر غوښتونکي شول.
د مالیې وزارت مالي معین وویل چې د روان مالي کال د ملي بودیجې په سند کې د ترانسپورټ سکټور د پروژو پلي کیدو لپاره د ځمکو استملاک په موخه بودیجه ځانګړې شوی او ژر به یې چارې پیل شي.
نوموړي د پروژو د ارزونې په برخه کې د مالیې وزارت له لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې د ترانسپورټ وزارت، د ملي تدارکاتو ادارې او د اسیایې پراختیا بانک تر منځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده چې د ترانسپورټ سکټور په برخه کې په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک له لوري د تمویلوونکو پروژو ارزونه د روان زیږدیز کال د جنورۍ په ۲۳ مه نېټه پیل شوه د دې کال د فیرورۍ میاشتې په ۸ مه نېټه پای ته ورسیده.
