د ابونصر فراهي، نیمروز او هرات ګمرکونو د کارکوونکو له پاره درېیم تعلیمي سمینار پیل سو!
د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د ابونصر فراهي، نیمروز او هرات ګمرکونو (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره یو میاشتنی روزنیز سمینار د هرات ګمرک د کنفرانسونو په تالار کي پیل سو.
په دې سمینار کي به د ګمرکونو قانون، ګمرکي طرزالعملونه، د ګمرک د بېلابېلو برخو د دندو لایحې، د وارد سويو توکو د طی مراحلو پروسه، مالیاتي کوډونه او د سنجوني څرنګوالی، د اظهارنامې او (ټي یک) فورمونو بشپړه تشرېح او نور اړوند موضوعات د مجربو ښوونکو له لوري په عملي او نظري ډول تدریس سي.
د یادوني ده، چي د دغو پروګرامونو په ترسره کولو سره به د یادو ګمرکونو د کارکوونکو وړتیاوي لوړي او په کاري پروسو کي به د پام وړ روڼتيا او پرمختګونه رامنځته سي.
