د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ دوهمه ناسته وسوه!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۵۳
............

د تلي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوی دوست محمد مخلص په مشرۍ د اداري معینیت د رهبرۍ دوهمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
د دغي ناستي په لړ کي د اداري نظم په برخه کي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمان پلي کولو، د پیشکي وجي په برخه کي د مالي او حسابي ریاست له غوښتني سره سم له ریاستونو څخه د نوي نغدي وجي اخیستلو پر مهال د تېرو نغدي وجو د محسوبې اخيستلو او په دې برخه کي له هغو ریاستونو سره، چي نغدي اړتیاوي ئې مبرمیت او استعجالیت لري، د همکارۍ کولو، له کاري سفرونو څخه د راستنېدو پرمهال د محسوبۍ وجي او د مصارفو د ورکړي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او اړیني پرېکړي وسوې.
همداراز اړوندو ریاستونو شته ستونزي او وړاندیزونه هم شریک کړل، چي د رهبرۍ له لوري ورته د پر وخت رسېدني ډاډ ورکړل سو.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت اداري معینیت د رهبرۍ ناستي د چارو د اغېزمنتوب او بدلون په موخه ترسره کېږي، چي دغه لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ومومي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۵۳
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ دوهمه ناسته وسوه!

د تلي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوی دوست محمد مخلص په مشرۍ د اداري معینیت د رهبرۍ دوهمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
د دغي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۶
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ څلورمه ناسته وسوه!

د تلي ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۴۷هـ.ق) د همغږۍ څلورمه ناسته د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

د ولایتونو د بندرونو د کیفیت کنټرول کارکوونکو له پاره روزنیز پروګرام او د عوایدو او ګمرکونو معنیت د کارکوونکو له پاره د انګلیسي ژبي او کمپیوټر لومړنيو کورسونه لړۍ پیل سوه

د تلي ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د عوایدو او ګمرکونو معینیت د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو له پاره د کیفیت کنټرول مسلکي کولو تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام او د. . .

BACK TO NEWS