د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ دوهمه ناسته وسوه!

د تلي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د اداري معین مولوی دوست محمد مخلص په مشرۍ د اداري معینیت د رهبرۍ دوهمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
د دغي ناستي په لړ کي د اداري نظم په برخه کي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمان پلي کولو، د پیشکي وجي په برخه کي د مالي او حسابي ریاست له غوښتني سره سم له ریاستونو څخه د نوي نغدي وجي اخیستلو پر مهال د تېرو نغدي وجو د محسوبې اخيستلو او په دې برخه کي له هغو ریاستونو سره، چي نغدي اړتیاوي ئې مبرمیت او استعجالیت لري، د همکارۍ کولو، له کاري سفرونو څخه د راستنېدو پرمهال د محسوبۍ وجي او د مصارفو د ورکړي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او اړیني پرېکړي وسوې.
همداراز اړوندو ریاستونو شته ستونزي او وړاندیزونه هم شریک کړل، چي د رهبرۍ له لوري ورته د پر وخت رسېدني ډاډ ورکړل سو.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت اداري معینیت د رهبرۍ ناستي د چارو د اغېزمنتوب او بدلون په موخه ترسره کېږي، چي دغه لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ومومي.