د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ څلورمه ناسته وسوه!

د تلي ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۴۷هـ.ق) د همغږۍ څلورمه ناسته د دغو ریاستونو د رئیسانو او مرستیالانو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
د ناستۍ په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین د چارو د غوره والي او مراجعینو ته پر وخت د خدمتونو وړاندي کولو، د اړوندو ریاستونو ترمنځ پر همغږۍ او مشورو د ټینګار ترڅنګ مسئولینو ته اړیني سپارښتني وکړې.
نوموړي زیاته کړه، چي دا وطن مو ګډ کور دئ، خدمت ئې زموږ او ستاسي مسئولیت دئ، د دې له پاره چي دا مسئولیت په ښه توګه ترسره کړو؛ نو د پرمختګ له پاره باید په خپلو منځو کي مشورې وکړو او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو.
په دې ناسته کي د مستوفیتونو او ګمرکونو ترمنځ پر لا ښې همغږۍ، د شرکتونو د مالیاتي باقیاتو پر تصفیې، د صنعتي شرکتونو پر (۲) سلنه انتفاعي مالیې، د روغنیاتو د جوازونو او د بارچالاني شرکتونو د ګمرکي او مالیاتي ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو تر هر اړخیز بحث وروسته لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ دغه ډول ناستي هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او ستونزو د حل په موخه د ګمرکونو او عوایدو د معین په مشرۍ ترسره کېږي.