ډاكټر حضرت عمر زاخیلوال د افغانستان د مالیې وزیر
ډاكټر حضرت عمر زاخیلوال د محمد عمر زوى په ۱۳۴۶ هجري لمریز کال کې هغه مهال
چې پلار یې د بدخشان په ولایت کې دنده ترسره کوله په دغه ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
زاخیلوال خپلې لومړنۍ زده کړې د کنړ، پروان، پنجشير او ننګرهار کې سرته رسولې دي.
حضرت عمرزاخیلوال په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته پاکستان ته لاړ او په دغه هېواد کې د یوې مودې له اوسیدو او د ننګرهار، کنړ او پنجشېر ولایتونو په جهادي جبهو کې له برخې اخیستنې وروسته د خپلو لوړو زده کړو د دوام له پاره د کاناډا هېواد ته لاړ چې لیسانس یې د ویني پیګ له پوهنتون، ماستري یې د کوین پوهنتون او د اقتصاد دوکتورا یې د دغه هېواد د اوتاوا ښار د کارلیتن له پوهنتون څخه ترلاسه کړې.
ډاکټر زاخیلوال په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال کې بيرته افغانستان ته راستون شو، لومړی یې د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزیر د ستر سلاکار، د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې یا (آیسا ) د رئیس او د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه دنده ترسره او وروسته په اقتصادي چارو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس د ستر سلاکار په توګه ومنل شو.
نور