د ماليې وزير الحاج ملا هدايت الله  بدري ژوند ليک

د ماليې وزير الحاج ملا هدايت الله  بدري ژوند ليک

 

الحاج ملا هدایت الله بدري، چي په الحاج ملا ګل آغا مشهور دئ، د ملا عبدالله  اخند زوی او د ملا محمد الدین اخند لمسی، چي اصلي د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تېمور جوی مومند کلي اوسېدونکی دئ، په  (۱۵۳۱)هـ ل کال د هلمند په مرکز لښکرګاه کښي زېږېدلی.

 

زده کړي:

 

الحاج ملا هدایت الله بدري خپلي لومړنۍ دیني زده کړي د مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد په مدرسه کښي کړي او د ځینو ابتدائي کتابونو او قرائت استاذ ئې هم مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد وو.

  • اسلامی امارت تر تاسیس وروسته ئې خپل پاته زده کړي په جهادي مدرسه کښي کړي دي، چي لانډی شیوخ الکرام ئې استاذان پاته سوي دي:

شیخ الحدیث مولوي ابوالمغفور صاحب

 

شیخ مولوي عبدالحکیم حقاني صاحب

 

شیخ مولوي عبدالخالق صاحب

 

شیخ شهاب الدین دلاور صاحب

 

مخکنۍ دندي:

 

الحاج ملا هدایت الله بدري د مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد له نږدې ملګرو اواسلامی امارت د موسیسینو څخه دئ.

 

کله چي د اسلامی  امارت تاسیس سو، نوموړی هغه مهال د مشرتابه دفتر د مالي چارو د مسؤل او سلاکار په توګه دنده تر سره کوله؛ په لومړیو ورځو کښي د څه مودې لپاره د مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د امنیتي قطعې د مسؤل په حیث هم پاته سوی دئ.

 

د امریکایي اشغال څخه وروسته د مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد له خوا د اسلامی امارت د رهبرۍ ۱۱ کسیزه شورا تاسیس سوه، چي الحاج ملاهدایت الله بدري ملا ګل آغا اخند ئې هم غړی وو او ددې مسولیت سره سره د مرحوم امیرالمومنین له خوا د اسلامی امارت د مالي او اقتصادي کمېسیون د مسؤل په توګه وټاکل سو، چي د اشغال پر ضد د مبارزې په شل کلن جریان کښي پر همدې مسولیت پاته سو او د ښه او مدبرانه مدیریت پر اساس ئې د امارت بودیجه هیڅ وخت تشه نه سوه.

 

اوسني کاري مسئوليتونه:

  • اسلامی امارت د بیا واکمن کېدو وروسته د وږې ۷۱مه ۰۰۴۱هـ.ل کال د عالیقدر امیرالمومنین له خوا
  • افغانستان د مالیې د وزیر په توګه وټاکل سو.

فعاليتونه:

محترم الحاج ملا هدایت الله  بدري د خپلو جهادي خدمتونو تر څنګ د هیواد او اولس ساتنه او پالنه هم په خورا مېړانه کړې، د هیواد د بچیانو په پالنه او روزنه کښي ئې د سر او مال درېغه نه ده کړې، له دې سره سره چي بدري صاحب په جهادي فعالیتونو بوخت وو؛ خو بیا ئې هم د هیواد په مختلفو سیمو کښي ئې د خلګو په مرسته مساجد او مدارس جوړي کړي او ترمیم کړي دي؛

  • هلمند ولایت  په سنګین ولسوالۍ کښي مرکزي جامع او مدرسه جوړه کړه.
    • کندهار ولایت میوند ولسوالۍ د بند تېمور د طالبانو دپاره مدرسه کړې ده، ددې سره سره په لسهاوو نور مساجد او مدرسې، چي اکثره ئې د اشغالګرو د بمبار او چاپو په سبب ویجاړ سوي وه، د خلکو په مرسته د هغو بېرته ترمیمول د بدري صاحب د اجتماعي فعالیتونو څخه دي.

ژبي:

 

د هیواد په ملي ژبو خبري کوالی سي.

 

کورنۍ:

 

محترم الحاج ملا هدایت الله بدري څلور وروڼه لري، چي اوس ئې درې ژوندي دي، یو ئې شهید سوی دئ او همداسي پنځلس اولادونه لري.

 

ژوند او عادات:

 

ښاغلي ملا هدایت الله  بدري د قومي، ژبني، منطقوي او نورو اختلافاتو خالص دئ، په شخصي ژوند کښي نرم مزاج او حلیم دئ، په رسمي کار کښي مدبر، جدي او د تصمیم نیولو جرأت لري، پر غریبو، بېوسو، مجاهدینو او ناداره خلکو مهربان دئ.

ښاغلي ملا هدایت الله بدري هیڅکله طاغوت ته سر نه دئ ټیټ کړي، تل د طاغوت سره په مبارزه کښي پاته سوی. د اشغال سره د مبارزې په وخت کښي ئې اکثره ژوند په هیواد کښي تېر کړی. دلته په هیواد کښي ئې د امارت ټوله مالي مصارف لومړی د چندو د لاری وروسته یې د اقتصادي کمېسیون په تاسیس سره د هغې لاری پوره کول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .