د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې ۱۲۲۶ ګرامه نشه یي توکي ونیول شول

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۹:۳۳
خبر

د هرات ولایت اوسېدونکی د صالح محمد رمضاني په نوم یو تن مسافر، چې غوښتل یې ۱۲۲۶ ګرامه نشه یي توکې (هیروئین ډول) د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګره هندوستان ته قاچاق کړي، د زمري میاشتې په ۱۲ مه نېټه د دې نړیوال هوایي ډګر د ګمرک د مسؤلینو له لوري ونیول شو.
دې سړي نشه یي توکې په ډېر ماهر ډول په خپل بکس کې ځای پرځای کړي وو، له ده سره وړونکې محموله له پلټنې وروسته وپېژندل شوه او نوموړی ونیول شو. د پېښې قضیه د لا زیاتې پلټنې لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور سپارل شوې ده.

خبر

 یادونې وړده، چې مالیې وزارت د قاچاق او غیر قانوني توکو او سوداګریزو وسایلو د صادرولو او واردولو د مخنیوي په موخه د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر او د هیواد په نورو ګمرکونو کې پرمختللي وسایل ځای پرځای کړي دي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS