د مالیې وزارت او نفت او ګازو امارتي شرکت ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه
د وږې ۹ مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت او نفت او ګازو امارتي شرکت ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې د عوایدو او ګمرکونو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ناستې پر اهمیت خبرې وکړې.
ورپسې د نفت او ګازو امارتي شرکت د مسئولینو له لوري د افغانستان د تېلو، ګازو او مشتقاتو د اوسني بازار، په یاد بازار کې د شرکت د ونډې، د تېلو او ګازو د وارداتو، ذخیره کولو او بازار ته د وړاندې کولو د موجوده ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې شول. سربېره پر دې د (۱۴۰۵ او ۱۴۰۶) هـ.ل مالي کلونو لپاره د نفت او ګازو امارتي شرکت تجارتي پلان، په بازار کې د تېلو، ګازو او مشتقاتو د بیو د نوساناتو عمده عوامل، د بازار د بیو د ثبات او منظمې وړاندې کونې په برخه کې د شرکت د رول او وړاندیزونو په اړه مفصل پریزینټېشن وړاندې او هر اړخیز بحث وشو.
د ناستې په لړ کې د نفت او ګازو امارتي شرکت د فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو، د فعالیتونو د پراختیا لپاره د اړتیا وړ اساسي اقداماتو او د مالیې وزارت له لوري د ممکنه همکاریو او اسانتیاوو په اړه هم د نظرونو تبادله وشوه.
په پای کي د عوایدو او ګمرکونو معین د نفت او ګازو امارتي شرکت له مسئولینو سره په اړوندو برخو کې د هر ډول لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د اړوندو چارو د ښه تنظیم او پرمختګ په موخه دې لازم اقدامات ترسره شي.
