د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده
د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدنې مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه شويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۵) کال اسد (زمري) میاشتې له پیل څخه د دغې میاشتې تر پایه پورې په ټوله کې (۲۵) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلې دي.
له دې جملې (۱۵) شکایتونه د وټس اپ له لارې، (۹) شکایتونه په حضوري بڼه او (۱)شکایت هم د برېښنالیک له لارې له دغه آمریت سره شریک شوی دی، چې یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کې ول، چي د دغه آمریت له لوري یې (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه شوې، (۱) شکایت تر کار لاندې دی او (۱) شکایت لا اجراء پاتې دی.
د یادونې وړ ده، چې ټول هیوادوال کولای شي، چې د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړي توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارنې په برخه کې د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لارې له دغه آمریت سره شریک کړي، چې د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک: Officialcomplaints@mof.gov.af
