د څار هيئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د درېیمه ناسته وکړه
د زمري ۸مه ۱۴۰۵هـ.ل
د څار هيئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د ۱۴۴۸ هجري قمري کال درېیمه ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د یادو اړوندو وزارتونو او ادارو د باصلاحیته استازو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په دې ناسته کې د تېري ناستي د پرېکړو د عملي کېدو بهیر وارزول شو او همدارنګه د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري سندونو د برېښنايي کېدو، د جوړو شویو نظامونو(سیسټمونو) د ارزونې، د کابل نړیوال هوايي ډګر د وارداتي انګړ د موضوع په ګډون د یو شمېر نورو اداري او تخنیکي موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړي ترسره شوې.
همدارنګه، د اړوندو ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د ټاکل شویو پرېکړو د عملي کېدو بهیر چټک کړي، د ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي او د ترسره شویو اقداماتو راپورونه د څار هیئت راتلونکو غونډو ته وړاندي کړي.
د ناستي په پای کي د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه او غوښتني واورېدل شوې او د اړوندو موضوعاتو د لا ښه تطبیق او اغېزمنتیا لپاره لازمې لارښووني هم وشوې.
