د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت ۲۲ شکایتونو ته رسېدنه کړې

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۰
...........

د زمري ۴مه ۱۴۰۵ه.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدنې مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۵) کال سرطان(چنګاښ)میاشتي له پیل څخه د دغې میاشتې تر پایه پوري په ټوله کې (۲۶) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي.
له دې ډلي(۱۵) شکایتونه د وټس اپ له لاري، (۱۰) شکایتونه په حضوري بڼه او (۱)شکایت د ایمیل له لارې له دغه آمریت سره شریک شوي دي، چې یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ برخو کې ول، چې د دغه آمریت له لوري یې (۲۲) شکایتونو ته رسېدنه شوې، (۳) شکایت تر کار لاندې او (۱) شکایت لااجراء پاتې دي.
د یادوني وړ ده، چې ټول هیوادوال کولای شي، چې د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کې د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لارې له دغه آمریت سره شریک کړي، چې د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک:  Officialcomplaints@mof.gov.af

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت ۲۲ شکایتونو ته رسېدنه کړې

د زمري ۴مه ۱۴۰۵ه.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۹
Background image

نشست اداری ریاست عمومی گمرکات برگزار گردید

۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هشتمین نشست اداری سال (۱۴۰۵)هـ.ش ریاست عمومی گمرکات وزارت مالیه تحت رهبری رئیس عمومی گمرکات الحاج محمد حامد احمد در مقام این ریاست برگزار گردید.
در این نشست که معاون. . .

BACK TO NEWS