د پنجشېر ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو
د غویي ۲۸مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، مولوي محمد فاروق انصاري پشه یي د پنجشېر مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، چې تېره ورځ د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر او مل پلاوي له لوري لومړی د پنجشېر ولایت مقام کې د یاد ولایت والي او ولایتي مسؤلینو ته او وروسته د مستوفیت په مقام کې اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د معرفت غونډې پر مهال د عواید لوی رئیس، د اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو او فرمانونو پر دقیق تطبیق او اطاعت ټینګار وکړ او د مستوفیت کارکوونکو ته يې د اداري چارو د لا ښه والي، چټکتیا او پراختیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې. همداراز نوموړي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل اخلاق او شخصیت د نبوي سیرت او صورت سره برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چې مولوي محمد فاروق انصاري پشه یي تر دې وړاندې د غزني ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.
