د ګمرکونو تخنیکي ارزونه ولي مهمه ده؟

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو را وروسته په هرو څو میاشتو کي د هیواد د ټولو ګمرکونو د چارو تخنیکي ارزونه ترسره کوي، د تېر کال له همغه مهال سره ئې پرتله کوي، چي په پایله کي د ګمرکونو د فعالیتونو، کاري بهیر، د کارکوونکو د نوښتونو او لاسته راوړنو، صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ ټول اړخونه په جامع شکل پکښې څېړل کېږي، تحلیلېږي او تر ټاکل سوي میکانیزم او پلان لاندي د راتلونکو دا ډول ارزونو له پاره په نویو لارو چارو، د نیمګړتیاوو په له منځه وړلو، د غوره چارو په لا پیاوړي کولو غور او کار کېږي. دغه چاره د دې سبب ګرځي، چي د سوداګرو ستونزي ژرل حل سي، د سوداګریزو محمولو په تګ راتګ کي اسانتیا رامنځته سي، د ملي سوداګرو رضایت ترلاسه سي او په ورته وخت کي د توکو د غیري قانوني وړلو را وړلو مخه ونیول سي او بالاخره عواید پرته له تېښتي د امارت خزانې ته وسپارل سي.
د روان کال په چنګاښ میاشت کي هم په ګمرکونو کي د تر سره سويو فعالیتونو ټولیز راپور د ګمرکونو رهبرۍ او مسئولینو ته وړاندي سو. په یاده موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه بشپړ معلومات ورکړل سول، چي له مخي ئې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چاري (
۳۷) سلنه مثبتي وښودل سوې. د همدې موضوع په تړاو د ګمرکونو په لوی ریاست کي د رهبرۍ تر مشرتابه لاندي ناسته جوړېږي، چي په تړاو ئې هر اړخیز تخنیکي بحثونه کېږي او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو ستونزي او وړاندیزونه اورېدل کېږي او بیا وروسته مسئولو کسانو ته د هرراز همکارۍ ډاډ ورکول کېږي، کاري ټیم نور هم هڅول کېږي او بالاخره د کاري ټیم په چارو کي د نوښتونو او غوره خدمتونو څرک لیدل کېږي.
په وروستیو دریو کلونو کي د ګمرکونو چارو، عصري کولو، سمبالولو او د تخنیکي او مسلکي پرسونل ورپېژندلو ته ډېره پاملرنه سوې. تاسو هم پوهېږئ، چي ګمرکونه د ملي عوایدو په ترلاسه کولو کي بې ساري او اساسي منابع دي؛ نو ځکه ئې په مجهزو ډیجیټلي او انالوګ تلو او پرمختلليو سکېنرونو سمبالولو ته هم بډي رانغښتل سوي. همدا وو، چي څه موده وړاندي د مالیې وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د څه کم اته میلیارډه افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک سو، څو په (
۱۲) ګمرکونو کي (۲۴)  ستر پرمختللي سکېنرونه او د هوایي ډګرونو په ترمینلونو کي (۱۳)  واړه سکېنرونه نصب کړي. په دې کار سره به هم ګمرکونه عصري سي، عواید به لوړ سي، د قاچاق او ناقانونیو مخه به ونیول سي او د خصوصي سکټور ملاتړ ته به هم ښه زمینه برابره سي.

در نښت

اداره

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .