۱۲ ګمرکونه به په ۲۴ سکېنرونو سمبال سي
د مالیې وزارت له کلیدي برخو څخه یو هم ګمرکونه دي، چي هم د عوایدو زیاته برخه ورڅخه لاسته راځي او هم د سیمي او ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګرۍ د راکړي ورکړي او همدا شان د ټرانزیټ پرانیستي دروازې دي. ګمرکونه یوه هیواد ته ځکه د اهمیت وړ دي، چي هم له بهرنیو او سیمه ییزو هیوادونو څخه ټولي کورنۍ اړتیاوي پوره کوي او هم د خپلو تولیداتو د صادرولو له پاره همدغه مجوزه لاره ده، چي له ګاونډیو هیوادونو سره د یوه ټاکلي معیار او منل سوي قانون پر بنسټ د تګ او را تګ تړون لري؛ نو معیاري کېدل او ښه سمبالېدل ئې په یادو سويو او اړوندو برخو کي اسانتیاوي رامنځته کوي.
که څه هم د اسلامي نظام له راتګ سره ګمرکونو ته ډېره پاملرنه سوې ده، ډیجیټل او انالوګ تلي پکښې نصب سوي، د باروړونکو موټرونو له پاره مجهز تمځایونه، ستر جوماتونه، کارکوونکو او سوداګرو ته د محصول تحویلولو اسانتیاوي او بالاخره د ورځنیو اړتیاوو ټول اړخونه ئې په پام کي نیول سوي؛ خو بیا ئې هم د پرمختلليو هیوادونو په پرتله دغي چاري بسنه نه کوله.
مالیې وزارت تېره اوونۍ د نورو اسانتیاوو، قاچاق د مخنیوي او ګمرکونو د معیاري کولو په موخه له یوه خصوصي شرکت سره د (۱۲) ګمرکونو له پاره د (۲۴) پرمختلليو سکېنرونو نصبولو تړون لاسلیک کړ، چي څه کم (اته میلیارډه) افغانۍ ارزښت لري او په راتلونکو کلونو کي به د ګمرکونو په برخه کي یو ستر بدلون رامنځته کړي. دغه سکېنرونه به د لومړي ځل له پاره د خصوصي سکټور له لوري په ذکر سويو برخو کي نصبېږي. ذکر سوي ستر سکېنرونه (Truck Scanner) به له نړیوالو معتبرو شرکتونو څخه ترلاسه کېږي. دغه سکنرونه به په تورخم، حیرتان، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، نیمروز، خوست، پکتیا، آقینه، انګور اډه، ابونصر فراهي او شېرخان بندرونو کي نصبېږي. په ګمرکونو کي د دغه سکېنرونو نصبول د دوو موخو له پاره دي، یو د وارداتي توکو له پاره او بل ئې هم د صادراتي توکو له پاره. د دې سترو سکېنرونو ترڅنګ (۳۳) واړه سکېنرونه هم شته، چي د هوایي ډګرونو په ترمینلونو کي به نصبېږي او د دې پروژې په پلي کولو سره به څه له پاسه (۲۰۰۰) کسانو ته په مستقیم او غیري مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره سي.
په ټوله کي به دغه سکېنرونه د مادي ګټو ترڅنګ بې شمېره نوري ګټي هم ولري؛ لکه: په نړیوالو معیارونو برابرو د معیاري چوپړتیاوو وړاندي کول، روڼتیا او د کار چټکتیا رامنځته کول، په ریښتیني ډول او له تېښتي پرته د ملي عوایدو را ټولول، په اغېزمنه توګه د ګمرکونو فعالیتونو ترسره کول. لکه مخکي مو، چي یادونه وکړه د قاچاقي او ممنوعه توکو د لېږد را لېږد مخنیوی، د توکو د کره کتني له کبله د عوایدو زیاتېدل، په هیواد کي د پانګوني له پاره د خصوصي سکټور هڅول، د ګمرکونو معیاري او نړیوال کولو ته یو بل ګام نږدې کېدل او همداراز د صادراتو او وارداتو په برخه کي د روڼتیا رامنځته کول. په پای کي باید ووایو، چي په راتلونکو دوو کلونو کي به هم ملي عواید په بې ساري کچه لوړ سي، هم به په بشپړه توګه د غیر قانونیو مخه ونیول سي.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .
