په تېرو درېیو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۷
.........

د مرغومي ۲۲مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو درېیو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په  نیول سویو توکو کي (۲۴۰۰۸) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۹۸۷۹) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۷۲۷۵) کیلو ګرامه وریجي، (۴۳۲۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۵۲۲۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۲۱۰۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۸۵۶) کیلو ګرامه ملایي، (۱۸۲) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۱۰۹۴۳) کیلو ګرامه د چیلم مواد، (۵۷۰۶) کیلو ګرامه د خیاطۍ اسباب، (۳۲۶۵) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۲۰۰۰) کیلو ګرامه اچار، (۲۱۰) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۴۰۰۰) کیلو ګرامه لیلامي البسه، (۵۵۰۰) کیلو ګرامه مرغۍ دانه، (۱۱۲۵) کیلو ګرامه رول پلاسټیک، (۶۰۰) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۵۰۰۰) دانې د زیکپ ګولۍ، (۲۸۰) کیلو ګرامه چرګوړي، (۲۷۲) کیلو ګرامه رانجه، (۱۲۰) کیلو ګرامه غوړي، (۱۴۰) پاکټي کوچ، (۱۴۰) کیلو ګرامه مکروني او (۱۱۰) کیلو ګرامه انرژي باب (۵۲۰) کیلو ګرامه هګۍ او (۶۰) کیلو ګرامه کینو شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS