د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي سو
د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دې وزارت په جومات کي د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي کړ.
په دې سیمینار کي د دعوت او ارشاد ریاست رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د دعوت او ارشاد ریاست مدرس او امام شیخ الحدیث محمد مبین امیني، د دعوت او ارشاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د همغږۍ آمر مولوي وصیف احمد احمدي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست امام او مدرس د خپلي وینا پر مهال ګډونوالو ته د حلالو او حرامو په تړاو معلومات ورکړل او زیاته ئې کړه، چي اسراف د نشه يي توکو کارول او په امانت کي خیانت کول حرام دي او له ګډونوالو ئې وغوښتل، چي په کلکه له دې کړنو ډډه وکړي.
د دعوت او ارشاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د همغږۍ آمر وویل، چي هر هغه څوک چي په یوه نظام کي کار او فعالیت کوي باید ځان د هغه نظام له شرایطو سره سم برابر کړي. د امربالمعروف قانون د تطبیق پلي کول د دې اسلامي نظام له شرایطو څخه دئ، چي موږ ئې د دې نظام د کارکوونکو په توګه باید پلي کړو.
د دعوت او ارشاد رئيس ګډونوالو ته پر امانت او د بیت المال په ساتنه، یو بل ته پر درناوي او لمانځه او درسونو کي پر ګډون ټینګار وکړ.
