د ابونصر فراهي، نیمروز او هرات ګمرکونو کارکوونکو له پاره دوهم روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!

د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم؛ د فراه، نیمروز او هرات ولایت ګمرکونو (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کي ګډونوالو ته ګمرکي قوانین، ګمرکي طرزالعملونو، د ګمرک د بېلابېلو برخو د دندو لوایح، اظهارلیکونه او (T1) فورمونو، ګمرکي پروسې، د ګمرکي محصول سنجونه او نور اړین موضوعات په بشپړ ډول تشرېح او تدریس سول.
د یادوني ده، چي د دغو پروګرامونو په ترسراوي سره به د یادو ګمرکونو د کارکوونکو وړتیاوي لوړي او کاري پروسو کي به د پام وړ روڼتيا او پرمختګونه رامنځته سي.