د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار له والي سره ولیدل!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۰
...........


د وږي ۲مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چي په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، هلته ئې د دغه ولایت په مقام کي د کندهار له والي حاجي ملا صاحب سره هم لیدلي.
په دې لیدنه کي دواړو لوریو د ګمرکي چارو پر لا ښه کېدو، د سوداګرو د ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبري وکړې، سربېره پر دې مولوي منصور الحق ذاکر، چي د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د کندهار ګمرک د نوي رئیس په توګه ټاکل سوی د دې سفر په لړ کي د کندهار د والي مرستیال او د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني د استازو په حضور کي اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل سو او په چارو کي د بریالیتوب دعا ورته وسوه. د دې ترڅنګ د نوموړي له کارکوونکو او مسئولینو څخه وغوښتل سول، چي له نوي ټاکل سوي رئیس سره په چارو کي هر اړخیزه همکاري وکړي.
همدارنګه د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني استازي له لوري د یاد ګمرک پخواني رئیس ته د تقدیر پاڼي په ورکولو سره د نوموړي د کړنو او فعالیتونو ستاینه هم وسوه.
د یادوني وړ ده، چي مولوي منصور الحق ذاکر په ګمرکي چارو کي بشپړه کاري تجربه لري او تر دې وړاندي ئې د ننګرهار ګمرک د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه

د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

BACK TO NEWS