د مالیې وزارت سرپرست د منځنۍ اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق له اجرائیوي مرستیال او د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق له مسؤل سره په جلا توګه وکتل
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستو په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د منځنۍ اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق له اجرائیوي مرستیال ښاغلي ميتسوهيرو فروسوا، او د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق له مسؤل ښاغلي جهاد آزور، سره په جلا توګه وکتل.
په دې کتنو کې د موثریت، مثمریت او د خلکو لومړیتوب په نظر کې نیولو سره د بودیجې په برخه کې د افغانستان په لاسته راوړنو، د رڼو عوایدو په راتولېدو، د لګښتونو په تنظیم او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست له هغوی سره په لیدنو کې د ځان بسیاینې ستراتېژيک پلان او د ۸.۷ میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت د مالي پانګونې بسته شریکه کړه او له هغوی یې وغوښتل، چې له افغانستان سره د خصوصي سکټور د پانګونې، اسانه پور اخیستنې، د پور اخیستنې په برخه کې د وړتیا لوړولو او د کورنیو او بهرنیو پانګونو په برخه کې همکاري وکړي.
