د مالیاتي شخړو د حل بورډ

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د مالیاتي چارود اداری قانون د ۱۱۹۸ ګڼې ۲۷ /۸/ ۱۳۹۴ نیټی رسمي جریدی د ۵۵ مادی دحکم  پر بنسټ د مالیاتي تصمیمونو په هکله د اعتراض د ارزونی په موخه د مالیې وزارت په چوکاټ کې ایجاد شوې دی.

بورډ  د تصمیم نیونې په لحاظ یو متخصص، بی پری او خپواک دی، چې د بورډ د رئیس په ګډون د پنځو غړیو او دارلانشاء درلودنکی دی.

هدف

د مالیاتي عدالت تامینول، د مالیه ورکوونکی قناعت حاصلول او د مالیاتو په ورکړه کې د اطاعت مننې د  کچې لوړول.

 تشکیلاتي چارټ

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پنځو غړو (یو رئیس او څلور غړي)  او د دارالانشاء څخه تشکیل شوي دی، د بورډ غړي هر یو په لاندی برخو  کې د تخصص درلودونکي دي.

۱) په اقتصادی چارو کې د بورډ غړی۲) په مالیاتی چارو کې د بورډ غړی۳) د خصوصی سکټور په چارو کې د بورډ غړی۴) په حقوقی چارو کې د بورډ غړی۵) په محاسبوی چارو کې د بورډ غړی

د مالیاتي شخړو د حل د بورډ رئیس د بورډ د غړو له منځ څخه د جمهور رئیس لخوا ټاکل کېږي، د بورډ د غړو د کار دوره پنځه کاله ده او د راروستیو دورو لپاره د شرایطو د لرلو په صورت کې تمدیدیدلای شي.

واکونه او دندی

د مالیاتي شخړو د حل بورډ، د مالیې د سنجولو او نورو مالیاتي تصمیمونو په هکله، د لاندې واکونو لرونکی دی:

 ۱- د مالیې د سنجش یا د مالیاتي چارو د اداری قانون د دریمې مادي د (۱) فقری (۷) بند مطابق د هر ډول مالیاتي تصمیم تایید، رد یا تعدیل.

 ۲- د مالیاتي تصمیم لغو او د نوي تصمیم نیول.

 ۳- د مالیاتي تصمیم لغو او د مالیاتي شخړو د حل د بورډ له لار ښوونې او وړاندیز سره په مطابقت کې د بیا غور په منظور د مالیاتو ادراې د هغه لیږل.

 ۴ - د ورکړې وړ سنجول شوي هر ډول مبلغ د ورکړې د حکم صادرول چې نه وي ورکړل شوي

 ۱- د مالیاتي شخړو د حل د بورډ د تصمیم سره په مطابقت کې د مالیې د ټاکلو په منظور، د مالیاتو ادارې ته د موضوع لیږل.

 ۲-  د نورو هغو حکمونو صادرول چې د شخړي د حل لپاره لازم وي.

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د لاندې دندو لرونکی دی:

 ۸ - په لنډ وخت کې د غونډې له بشپړیدو څخه وروسته په لیکلي ډول د تصمیم صادرول.

 ۹- له صادریدو څخه وروسته د اوو ورځو په ترڅ کې، اړخونو ته د تصمیم ابلاغول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .