د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کي پر مهمو موضوعاتو خبري وسوې!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۴:۵
............


د کب ۲۷مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د روان (۱۴۰۳ هـ.ل) مالي کال (۲۲) مه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو.
له اجنډاء سره سم په دې ناسته کي د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي پر سته ستونزو او حل لارو، د ګمرکونو لوی ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د ورځنیو چارو پر لا ښه والي، په ګمرکونو کي د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پریکړې وسوې.
همدا شان په دې ناسته کي د ولایتي ګمرکونو پر استول سویو موضوعاتو هم هر اړخیز بحث وسو او په اړه ئې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمي سلا مشورې شریکي سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS