د ابو نصر فراهي په ګمرک کي په لومړي ځل امنیتي کېمرې نصب او له مرکز سره ونښلول سوې!

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۳۹
............


د کب ۲۳مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي په لومړي ځل (۳۲) دانې امنیتي کېمرې نصب او له مرکز سره ونښلول سوې.
یادې امنیتي کېمرې، چي (۲) میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي کارکوونکو له لوري نصب او فعاله سوې، چي د امنیتي مسایلو ترڅنګ د ګمرکي سر غړونو او د پېښو د مخنیوي په برخو کي به هم ترې ګټه واخیستله سي.
یادي کېمرې د فراه ولایت د ابو نصر فراهي ګمرک په بېلابېلو برخو کي نصب سوي دي، چي د یاد ګمرک ترڅنګ په مرکز کي د ګمرکونو لوی ریاست د کنټرول روم څانګي له لوري ئې هم څارنه او کنټرول کېږي.
د یادولو ده، چي د مالیې وزارت له لوري د نیمروز، ننګرهار، آقینې، هرات او کندهار ګمرکونه هم په امنیتي کېمرو پوښل سوي او له مرکز سره نښلول سوي دي، چي د روڼتیا او فساد د مخنیوي په موخه په دوامداره توګه د اړوندو ګمرکونو ګمرکي چاري څارل کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS