د بلخ، آقینې او کندوز په ګمرکونو کي د (۱۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړ تناژ تلي جوړي سوې!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۴:۲۳
.............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۳،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د نائب اباد په ګمرک کي د وارداتي او صادراتي سوداګریزو توکو د وزن معلومولو له پاره دوې پایې د لوړ تناژ تلي او د آقینې په ګمرک کي د ورداتي توکو د وزن معلومولو له پاره یوه پایه د لوړ تناژ تله جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارلې.
یادي تلي، چي (۲۲) متره اوږدوالی او (۳) متره پلنوالی لري، په جوړېدو سره به ئې له اضافه وزن او د ملي عوایدو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وسي.
همدا رنګه د (۱،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د کندوز په ګمرک کي د وارداتي توکو له پاره یوه پایه د لوړ تناژ تله ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
د یادوني وړ ده، چي د یادو تلو د جوړولو او ترمیم لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی او چارې ئې هم د افغاني شرکتونو له لوري بشپړي سوي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS