د نیمروز ګمرک کار کوونکو ته د ګمرکي چارو په اړه روزنیز پروګرام پیل سو!

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۵۳
...........



د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال له تدریسي پلان سره سم د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کي د نیمروز ولایت د ګمرک کارکوونکو ته (۱۵) ورځنی روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه روزنیز پروګرام کي کارکوونکو ته د ګمرکونو د قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيي ټاکني، تعرفې او ګمرکي اظهارلیکونو د ډکولو په اړه د یادي اکاډمۍ د مجربو ښوونکو له لوري په عملي او نظري ډول روزنه ورکول کېږي.
له دغه روزنیز پروګرام سره به په یادو ګمرکي برخو کي د کار کوونکو کاري ظرفیتونه لوړ سي او په اړوندو چارو کي به د ستونزو د حل په برخه کي ګټوري پایلي ولري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS