پر اصنافو او کسبګرو باندي د ثابتي مالیې د معافیت او تخفیف د اعلان غونډه ترسره سوه

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ځانګړي حکم پر بنسټ هغو اصنافو او کسبګرو ته، چي د کلنیو فروشاتو کچه ئې تر (دوه میلیونو) افغانیو پوري وي ثابته مالیه په بشپړه توګه معاف سوه.
پر اصنافو د ثابتي مالیې د معافیت په تړاو رسنیز کنفرانس، چي د حکومت د رسنیو په مرکز کي جوړ سوی وو، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند او یو شمېر وزیرانو او لوړپوړو مسئولینو ګډون کړی وو.
د دې حکم په اساس هغه اصناف او کسبګر، چي د کلنیو فروشاتو کچه ئې تر دوه میلیونو افغانیو پورې وي ثابته مالیه ئې په بشپړه توګه معاف سوه او تر دې پورته د فروشاتو له سرجم څخه ئې (۰،۳) سلنه ثابته مالیه اخیستل کېږي، په داسي حال کي چي دغو اصنافو تر دې وړاندي د کلنیو فروشاتو له سرجم څخه تر (یوسلو پنځوس زره) افغانیو پوري معافیت درلود او تر دې پورته فروشاتو څخه ئې (۰،۵) سلنه مالیه اخیستل کېده.