د دولتي املاکو لوی ریاست رهبرۍ پلاوی د هیواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ!
د مالیې وزارت اړوند ولایتي املاکو څخه د ښې ګټي اخیستني، پر دغه املاکو ګټوري پانګوني ته د ښې زمینې برابرولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدلو په موخه؛ د دولتي املاکو د لوي رئیس محمد هاشم هاشمي په مشرۍ مل پلاوي د هیواد شمالي ولایتونو ته رسمي سفر وکړ او د یو شمېر ولایتونو د مستوفیتونو له مسؤلینو سره ئې وکتل.
د دولتي املاکو لوی ریاست رهبرۍ د دغه سفر په لړ کي؛ د بلخ، فاریاب، سمنګان او جوزجان ولایتونو د مستوفیتونو له مسؤلینو سره وکتل او همدا راز ئې په یادو ولایتونو کي د مالیې وزارت اړوند املاکو څخه لېدنه وکړه؛ ترڅو پر دغه املاکو باندي په ملي کچه ګټوري پانګوني او په قرارداد ورکولو ته ښه زمینه برابره سي.
د یادوني وړ ده، چي د دغه سفر په پایله کي به، په یادو ولایتونو کي د یو شمېرغصب سوو جایدادونو تثبیت، بیرته راګرځولو او په ګټوره توګه ګټي اخیستني ته ښه زمینه برابره سي.
