د روڼتیا او اصلاحاتو زیاتېدو په موخه مالیې وزارت کې یو شمېر رئیسان و ګمارل شول
مالیې وزارت د مسلکي، متجربو او وړ کدرونو د ګمارلو په موخه نن د کب میاشتې په ۴ مه نېټه د یو شمېر ادارو په مشرۍ کې بدلونونه راوستل.
د نویو بدلونونو پر بنسټ ښاغلی مجاهد حسین، د شتمنیو پلټنې او بودیجوي واحدونو وړتیا لوړولو د رئیس په توګه، ښاغلی محمد خالد خوګیاڼی، د خپلواکو عوایدو پلټنې او ګمرکونو د رئیس او ښاغلی سید بشیر نوري، د معلوماتي ټکنالوژۍ د رئیس په توګه وګمارل شول.
نوي ګمارل شوي رئیسان د مالیې وزارت سرپرستې او د یاد وزارت د پالیسۍ مرستیالې اغلې ناهید سرابي، له لوري په رسمی توګه د یادو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
