مالیې وزارت د پالیسۍ د ترتیب په موخه، د همغږۍ غونډه ترسره سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۲:۱۷
خبر

د مالیې وزارت د داخلي پالیسۍ د ترتیب په اړه د ذیصلاح چارواکو د لارښوونو سره سم د همغږۍ لومړنۍ غونډه، د اړوندو مسلکي رئیسانو او آمرینو په ګډون او د وزارت مقام د سلاکار په حضور کي د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د غونډو په خونه کي ترسره سوه.
په دې غونډه کي، د پالیسۍ معینیت د همغږۍ، څارني او راپور ورکوني د لوی ریاست سرپرست محترم مطیع الله مجددي، د یوې هر اړخیزي پالیسۍ د طرحي جوړولو د څرنګوالي او همدارنګه د ذیصلاح چارواکو د هدایاتو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل. وروسته د یادي موضوع په اړه هر اړخیز بحث او لازمي پرېکړي وسوې.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS