د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس د عينک د مسو کان د چينايي قراردادي شرکت له مسؤلينو سره وليدل
د عوايدو لوی رئيس (الحاج شېر محمد مشفق) د عوايدو لوی رياست د مرستيالانو او رئيسانو په حضور کي په خپل کاري دفتر کي د عينک د مسو کان د چينايي قراردادي شرکت (MCC-MJAM) له مسؤلينو سره وليدل.
په دې ليدنه کي د دغه شرکت مسؤلينو د خپلو مالياتي چارو په برخه کي د لا زياتو اسانتياوو د چمتووالي غوښتنه وکړه.
د دوی په ځواب کي د عوايدو لوی رياست رهبرۍ د قانون او انصاف په رڼا او د هيواد د آبادۍ په برخه کي د پانگوالو د مالياتي چارو د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره چمتووالی وښود.
