د عوایدو لوی ریاست کارکوونکو ته د پیژندني او مدیریت روزنیز پروګرام ترسره سو
مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د عوایدو لوی ریاست نویو ګمارل سوو کارکوونکو ته د پېژندني او مدیریت روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دغو مراسمو کي، چي د ګمرکونو ملي اکاډمۍ په احمدشاه ابدالي تالار کي ترسره سو؛ د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي شیر محمد مشفق، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي، د بشري سرچینو د روزني او ظرفیت لوړوني آمر محمد انس مجاهد او یو شمېر نوو ګمارل سوو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر په اسلامي نظام کي د فردي او ټولیزو دندو او مسوولیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته ئې کړه، چي هر شخص د خپل پُست او مقام له مخې ولس او الله (ج) ته حساب ورکوونکی دئ؛ نو له دې شته فرصت څخه په استفادې خپله پوهه لوړه کړئ، خپل ديني او وظیفوي مسؤليت په صداقت، ايمان دارۍ او اخلاص سره ترسره کړئ.
د عوايدو لوی رئيس الحاج مولوي شيرمحمد مشفق د غونډې ګډونوالو ته په ورسپارل سوو دندو کې د برياليتوب تر څنګ وویل؛ لکه څنګه چي د انسان د بدن غړي يو امانت دئ، چي بايد په سمه توګه ترې استفاده وسي، همدا ډول د حکومت دنده او مسئولیت هم یو امانت دئ، چې غفلت پکي خیانت دئ او ناوړه پایلي به ولري. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چي له شته فرصتونو او امکاناتو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د مسلمان ملت د خدمت جوګه وګرځي او د الله تعالی رضا ترلاسه کړي.
د بشري سرچینو د روزني او ظرفیت لوړوني آمر محمد انس مجاهد د روزنیز پروګرام په اړه معلومات ورکړل او دغه مراسم د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.
د يادوني وړ ده، چي په دغه درې ورځني (د روان کال غبرګولي میاشت له ۸ – ۱۱) پروګرام کي به له مالیې وزارت سره د آشنايۍ، د مديريت او رهبرۍ اساسات او د چلند څرنګوالى ګډونوالو ته تدریس کړل سي.
