د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر ژوند لیک
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر ژوند لیک
انجنیر سلطان محمد زبیر په (۱۳۶۸هـ.ل) کال په کندهار ولایت کي زېږیدلی دئ، خپلي لومړنۍ زده کړي ئې د سیمي په جوماتونو کي او دیني زده کړي ئې له شیخ الحدیث مفتي عبدالهادي حماد څخه ترلاسه کړي دي. نوموړي خپلو عصري زده کړو ته شا نه کړه او په (۱۳۸۷هـ.ل) کال له محمود طرزي عالي لېسې څخه فارغ سو او په (۲۰۱۰م) کال کي له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته، د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کي خپلي زده کړي پیل کړې او د (۲۰۱۳م) کال په پای کي ئې د فراغت سند ترلاسه کړ.
انجنیر زبیر د تېرو کلونو په اوږدو کي په مختلفو دولتي او غیر دولتي پوسټونو کي دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو مخکي، نوموړي د هیواد په لومړني مخابراتي شرکت افغان بېسیم مخابراتي شرکت کي د تخنیکي متخصص په توګه کار کاوه، په ورته مهال کي ئې د کندهار پوهنتون کي د افتخاري ښوونکي په توګه هم تدریس کاوه. تر هغه وروسته د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمېسیون سره یوځای سو او هلته ئې د مالي او اداري مسئول په توګه دنده ترسره کوله.
د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته، ښاغلی انجنیر زبیر د مالیې وزارت د دفتر د رئیس په توګه وټاکل سو او په مالي، تخنیکي او اداري برخو کي ئې د وزارت د مختلفو څانګو په همغږۍ او مدیریت کي ارزښتناکه رول ولوباوه.
د خپل کاري مسیر په دوام په (۲۰۲۳) میلادي کال کي، د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان پر بنسټ انجنیر سلطان محمد زبیرد مالیې وزارت د پالیسۍ معین په توګه وټاکل سو.
د نوموړي د دوامداره هڅو او موثره همکاریو د افغانستان اسلامي امارت د لیدلورو د تحقق له پاره لاره هواره کړه او له تمویل کوونکو سره د همکارۍ د ښه والي او د اسلامي امارت او نړیوالي ټولني ترمنځ د تعامل د زیاتولو له پاره ئې لار پرانیسته.
د پالیسۍ معین په توګه له ټاکل کېدو راهیسي، ښاغلي انجنیر زبیر د پالیسیو د ارزوني او تحلیل او مالي پرګرامونو له تمویلوونکو او له نړیوالي ټولني سره د اړیکو په پياوړتیا کي مهم رول لوبولی دئ؛ تر څو د ټولنیز-اقتصادي او عامه هوسایني ښه والي او پرمختګ په موخه اهداف او ستراتیژیاني په مؤثره توګه پلي سي.
د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښووني پر بنسټ، انجنیر زبیر د نړیوال بانک، آسیایي پراختیایي بانک (ADB)، اسلامي پراختیایي بانک (ISDB) او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو له پاره د افغانستان اسلامي امارت د بدیل استازي په توګه هم دنده ترسره کوي.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .