د افسوټر دولتي شرکت د ټرانزیټي فعالیتونو بې ساري وده
افسوټر شرکت یو ټرانسپورټي او باروړونکی شرکت دئ، چي اصلي خدمتونه ئې له اساسنامې سره سم د ملي سوداګرو د ټرانسپورټ، بارچلوني او د توکو ساتنه ګڼل کېږي، په دې وروستیو کي ئې د ټرانزیټي فعالیتونو په برخه کي بې ساري وده کړې.
د افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره دغه شرکت د خپلو بهرنیو فعالیتونو په دوام توانېدلی چي د سوداګریزو محمولو۴ کانټینرونه چي ۲۵ ټنه وزن ئې لاره، ازبکستان ته انتقال کړي.
دغه شرکت توانیدلی چي د میوو او سبزیجاتو په ګډون ۸ لویي سوداګریزي محمولې، چي د هیواد د صادراتي توکو عمده برخه ده، د ځمکي له لاري ازبکستان ته انتقال کړي او سربېره پر دې د جرمني له اکسور څخه د (۴۰) عرادو لوړ ټوناژ وسایطو په پېرلو سره ئې خپل ټرانسپورټي برخه پیاوړې کړې ده.
د افسوټر دولتي شرکت همدارنګه (۴۰) لوړ ټوناژ ماز او سوپر ماز وسایط ترمیم او ګټي اخیستني ته سپارلي دي او په پام کي لري، چي د نویو موټرو د پېرېدلو له لاري په نوي پانګوني سره خپل ټرانزیټي فعالیتونه نور هم پراخ کړي.
د يادوني وړ ده، چي د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د زياتو سوداګريزو اسانتياوو او د دغو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د نوي فصل په رامنځته کولو سره، چي په نژدې راتلونکي کي پيلېږي، دغه شرکت کولاى سي چي د خپلو ملي عوایدو په زیاتولو سره د هيواد په اقتصادي وده کي فعال رول ولوبوي.
