په تورخم ګمرک کي د لسګونو کارتنه ټي وایټنر د واردولو مخنیوی وسو
د تورخم ګمرک منسوبینو تېره ورځ ۳۷۹ کارتنه (ټي وایټنر) چي قاچاق وړونکو غوښتل له پاکستان څخه یې افغانستان ته وارد کړي کشف او ترلاسه کړل.
یاد ټي وایټنر چي په ډېر مهارت سره په یو باروړونکي موټر کي ځای پر ځای سوي وو، د تورخم ګمرک د مسافرینو مدیریت او د یاد ګمرک د مفرزې قطعې په همکارۍ ونیول سول.
ټي وایټنر یو ډول کیمیاوي مواد دي چي د شیدو په نوم پلورل کیږي او د روغتیا لپاره زیان لري. د یادو موادو پر وارداتو د افغانستان د خوړو او درملو ادارې له لوري بندیز لګیدلی.
