د پنځمي دورې مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه ورکړل سول

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۲۰:۷
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د پنځمې دورې (۲۸) تنو مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه ورکړل سول.

په همدې مناسب د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمي کي غونډه جوړه سوې وه، چي پکښي د عوایدو لوی رئیس الحاج شیر محمد مشفق، د عوایدو عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د ولایتونو د عوایدو د پراختیا او همغږۍ رئیس حافظ شاه حسین، د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي او مالیاتي محاسبینو ګډون کړی وو.

په پیل کي د عوایدو لوی رئیس الحاج شیر محمد مشفق خبرې وکړې او مالیاتي محاسبینو ته په خطاب کي یې وویل: د مسؤلیت اړوند کومې زده کړي مو چي ترلاسه کړي، نظام ته د رښتیني خدمت په لاره کي یې عملي کړي او د خپل مسؤلیت اړوند مالیه ورکوونکو ته سمي لارښووني وکړئ او په سپارل سوي مسؤلیت کي رښتینولي او حقیقت ویل رعایت کړئ.

خبر

د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري وویل، چي مالیاتي محاسبین د مالیه ورکوونکو او مالیاتي ادارې ترمنځ د یو ارتباطي پل حیثیت لري. نو باید هڅه وکړي تر څو د مالیاتي ادارې او مالیه ورکوونکو ترمنځ د اعتماد فضاء رامنځته کړي او د دوه اړخیزو ګډو همکاریو زمینه برابر کړي؛ معتبر اسناد چمتو کړي او د مالیه ورکوونکو محرم اسناد خوندي وساتي او په دې برخه کي پر وخت چاري ترسره کړي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS